IQNA

دښمن غواړي د هیواد وړتیاوې او استعدادونه غلا کړي

16:49 - October 18, 2022
د خبر لمبر: 3486338
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ووئيل،غوره شخصیّتونه  دهیواد پرمخ بیونکي دي او دښمن هڅه کوي،دغه  استعدادونه غلا کړي.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن د غوره شخصیّتونو په یولسم سمینار کې  پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولوسره چې  اوس په حکومت کې د غوره شخصیّتونو د لیدتوګو په پام کې  دنیولو لپاره  جدي او کلک هوډ لري څو د هیواد په اداره کولو کې بدلونونه رامینځةشي، زیاته کړه ، هغه بدلون رامینځةکونکی نظر چې غوره  شخصیّتونو   کې  له نورو زیات دی ، په علمي حوزو کې په تیره بیا په کړچاري حوزو کې د بدلون  ته د حکومت د  آئيډیا دپوره کیدا لپاره  ډيره ښه زمینه ده .

ابراهیم ریئسي  ووئيل،د اسلامی انقلاب ستر لارښود، د غوره شخصیّتونو دملی فاؤنډيشن دجوړولو آئيدیا وړاندې کړې  ده او دهغه په نظر پسې دغه فاؤنډیشن جوړ شوی او  د شخصیّتونو د پيژندګلوۍ  او له هغوي دملاتړ لپاره  ګامونه هم پورته کړئ شوي دي،خو د غوره شخصیّتونو او دا چې په څه شي کې تخصص دی ،د پيژندلو لپاره  باید  له موجوده تجروبو او اقداماتو څخه په استفادې سره  نوي  او لوړ ګامونه پورته شي.

 د اسلامی ایران ولسمشر د متخصص  او غوره شخصیّتونو د روزلو لپاره د مورپلار،معلم اواستاد رول ډير مهم وباله او روښانه ئې کړه ، په دغه ډګر کې  پوهنتونونه او حوزېډير اغیزشیندونکی رول لوبولی شي.

ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې  پوهنتون مخ په وړاندې هڅه کوي  دعلم او نوښت پنځونکی  شي ، ټينګار وکړ، په دغه شان شرائطو کې پوهنتون  ددې لپاره  دهیواد د مسئلو په باب خپل نظام  تعریف کړي او دهغود حل لپاره لارې چارې وړاندې کړي په داسې حال کې  چې پوهنتون مخ په وړاندې ګوري  چې  نور څه غواړي او خپلو داخلی  توانمنیو او داخل ته  نه ګوري.

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره  چې  له علم او پوهې څخه استفاده،هیڅ حد او اندازه نه لري، زیاته کړه، متخصص ځواک باید خپلواکه وي ،ددې په ترڅ کې چې  خپلواکه نخبه اومتخصص  غواړي فکر وکړي ،نوښت ولرل شي او دخپل ولس اړتیا وویني څو  د خپل تخصص نعمت د مشکلاتو د غوټې په خلاصولو کې ولګوي.

 https://iqna.ir/fa/news/4092660/%D

captcha